پکتيا؛ په احمد خېلو ولسوالۍ کې د والیبال سیاليو اتلولي د خوازکو لوبډلې وګټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۰:۱۷
پکتيا؛ په احمد خېلو ولسوالۍ کې د والیبال سیاليو اتلولي د خوازکو لوبډلې وګټله

دپکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست ترچتر لاندې او د دې ولایت د والیبال فدراسیون د استازولۍ په همغږۍ په احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیاليو اتلولي د خوازکو لوبډلې وګټله.

یادې سېالۍ، چې د احمد خېلو ولسوالۍ شوات سيمې ځوانانو لخوا پیل شوې وې، پای لوبه یې د خوازکو او احمدخېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې خوازکو لوبډلې وکولای شول چې خپلې سیالې لوبډلې ته ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړي.

دغه سیالۍ چې ۱۵ ورځې ېې دوام وکړ موخه یې ورزش ته وده ورکول وه.

په پای کې ګټونکې لوبډلې ته موټر سایکل، غوره لوبغاړو ته کالي او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS