پکتيا؛ په مرکز گردېز ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د زون په کچه د غوره ليگ سياليو ته د لوبډلې ټاکلو په موخه د فوټبال غوره ليگ سيالۍ د ذوالفقار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د ذوالفقار او اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده، خو پینالټيانو کې ذوالفقار لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۴/۵ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سیالۍ، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.