پکتيا؛ په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د k-1 سبک دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د بدني روزنې او ورزش رياست تر چتر لاندې د رزمي ورزشونو فدراسيون اړوند د k-1 سبک د ۳۰ جوړو ورزشکارانو ترمنځ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
د يادو سياليو په مراسمو کې د نوموړي ولايت د بدني روزنې او ورزش رييس قاري نور الرحمن تسکين، ورزشي مسولينو، ورزشکارانو او ګڼو د ورزش مينوالو ګډون کړی دی.
بايد يادونه وشي چې د يادو سياليو په پای کې ۳۰ غوره ورزشکارانو ته مډالونه، کپونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.