پکتيا؛ په گردېز ښار کې د ۶۳ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۵:۲۹
پکتيا؛ په گردېز ښار کې د ۶۳ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري په مرکز گردېز ښار کې د ۶۳ ورزشکارانو ترمنځ د خپلواک افغانستان په نوم د نويو ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.

د نويو ځوانانو کټگورۍ په پايله کې ايمل لومړی، نقيب الله دويم او حضرت الله بيا درېيم مقام ترلاسه کړ او همدارنگه په لويانو کټگورۍ کې احمد شاه لومړی، اجمل دويم او سيف الرحمن درېيم مقام خپل کړ.

د يادونې وړ ده، چې په پای کې د ياد ولايت د ورزشي رياست له لوري غوره ورزشکارانو ته نغدي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار؛ خوګياڼو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوګیانو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سرې کلا افتخار لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د پنځه سوه ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پهلواني فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې د پنځه سوو ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

په دغو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

BACK TO NEWS