پکتيا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۲:۴۸
پکتيا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د WTF تکواندو فدراسيون د استازولۍ له لوري د څمکنيو ولسوالۍ په مېوند کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د "مېوند" په نوم د WTF تکواندو څلورم پړاو سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې ورزشکاران په الف او ب گروپ ویشل شوي وو، چې په پايله کې الف گروپ ورزشکارانو د ۱۸ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

دا سيالۍ په يادې ولسوالۍ کې د WTF تکواندو ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۵
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سکېټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ملت پارک کې له درېيو لوبډلو ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې.

د يادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۲
Background image

هلمند؛ نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۹
Background image

ننگرهار کې د ۱۲ ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په سراج المارت بڼ کې د ۱۲ مطبعو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د الجدې. . .

BACK TO NEWS