پکتيا کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۱:۰
پکتيا کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په سلطاني کمپ کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د سامبو کورش دوستانه سيالۍ وشوې.

يادې سيالۍ، چې د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې د ۱۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې گټونکو ورزشکارانو ته د اتلولۍ حکمونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS