پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د سوپر افغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې سوپر افغان لوبډلې خپلې سيالې خاندار يوولس ستورو لوبډلې ته د ۲ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبې ته وده ورکول و، چې ۱۶ ورځې يې دوام وکړ.
