پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتیکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۳۲ ب لوبډلو ترمنځ له نشه يي توکو څخه د ځوانانو ليرې يووالي په موخه د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې شاهين باليش لوبډلې خپلې سيالې خواجه علي لوبډلې ته د ۳ پر ۰ گولونو په توپير ماتې او بريا يې په خپل نوم کړه.
د ويلو وړ ده، چې دا سيالۍ به ۲۵ ورځې دوام وکړي.