پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سيالۍ وشوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۰:۵۵
پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سيالۍ وشوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د لومړي ځل لپاره د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له پنځو ولايتونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

په يادو سياليو کې له غزني، لوگر پکتيا، ميدان وردگ او کوربه پکتيکا ولايتونو څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې پکتيکا لومړی، پکتيا دويم او غزني درېيم مقام ترلاسه کړ.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو او په پای کې د ارگون جيم او فري فايټ اکاډمي له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۲۳:۳۳
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوتبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د ګردن دیوار لوبډلې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۲۳:۲۹
Background image

کابل؛ عزيزي ګروپ د هېواد له ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډله وستايله

د عزيزي سوداګريز ګروپ د بحرين په کوربتوب د اسيايي سياليو درېيم پړاو سياليو کې د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې اتلان وستايل او د دوی دغه ستره لاسته راوړنه يې د يوې ځانګړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۲۳:۱۲
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او رزش آمریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ۱۰۰ متره. . .

BACK TO NEWS