پکتيکا؛ خوشامند ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۲
پکتيکا؛ خوشامند ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوشامند ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې ۱۲ ورځې مخکې پيل شوې وې د یحی خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سیالیو په پايلوبه کې یحی خېل لوبډلې خپلې سيالې غازي مامور خېل لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ يې يووالی وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۲۳:۳۳
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوتبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د ګردن دیوار لوبډلې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۲۳:۲۹
Background image

کابل؛ عزيزي ګروپ د هېواد له ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډله وستايله

د عزيزي سوداګريز ګروپ د بحرين په کوربتوب د اسيايي سياليو درېيم پړاو سياليو کې د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې اتلان وستايل او د دوی دغه ستره لاسته راوړنه يې د يوې ځانګړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۲۳:۱۲
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او رزش آمریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ۱۰۰ متره. . .

BACK TO NEWS