پکتيکا؛ مدد خېلو لوبډلې د کشيوال سټار فوټبال اتلانو جام سياليو اتلولي وگټله
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند ملک لوبغالي کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د کشيوال سټار فوټبال اتلانو جام سيالۍ د مدد خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه مدد خېلو لوبډلې خپلې سيالې ارگون کاروان لوبډلې ته د ۲-۰ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو او د نويو ځوانانو هڅولو په موخه وشوې، چې شاوخوا ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.
