پکتيکا؛ مرکز ښرنه کې د توپ ډنډې سيالي ترسره شوه
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له خوا، د ياد ولايت په مرکز ښرنه عمبر خېلو کلي کې د دوو لوبډلو تر منځ د توپ ډنډې سيالي ترسره شوه.
ياده سيالي د ضياء الحق او عمران برهان لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې د عمران برهان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
دغه سيالي چې يو ورځ يې دوام وکړ، موخه يې ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ياد شوې و.
په پای کې گټونکې لوبډلې ته چمتوې شوې ډالۍ ورکړل شوې.
