پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سيالۍ وشوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د نيزه وهنې، وزلوبې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سیالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې خېرکوټ کلب لوبډلې د ۴۲ امتيازونو په خپلولو سره لومړی او يوسف خېلو اتفاق کلب لوبډلې بيا د ۳۸ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم مقام خپل کړ.
