پکتيکا؛ په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۱:۵۶
پکتيکا؛ په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې ۲۰ ورځې مخکې پيل شوې وې د خانه دين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه خانه دين او اکا خېل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۲/۲ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې خانه دين لوبډلې سيالې لوبډلې ته د ۳ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او په ليرې پرتو سيمو کې ورزش وده ورکول و.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۸/۱۶ - ۱۸:۵۸
Background image

د موی تای درې کسیزه لوبډله د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه

د موی تای درې کسیزه لوبډله چې دوه ورزشکاران او یو روزونکی پکې شامل دي، د اسلامي هېوادونو د پیوستون ۶م پړاو سیالیو کې د ګدون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه.

دغو ورزشکارانو ته د خدای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۸/۱۶ - ۱۸:۵۱
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۲۰:۱۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون سیالیو خپله دويمه لوبه ايران سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سیالیو خپله دويمه لوبه د ايران سره ترسره کړه، چې لوبه ۲ - ۲ مساوي پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې تاجکستان. . .

BACK TO NEWS