پکتيکا؛ په برمل ولسوالۍ کې د ټېب بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ټېب بال فدراسيون په نمايندګۍ او د برک (BARC) مؤسيسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د (سیدوگۍ، طوطي خېل، مست قلندر، کمال سرحدي لېسې او ډب کلي) لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ د کمال سرحدي لېسې په اتلولۍ پای ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د کمال سرحدي لېسې او ډب کلي لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د لوبې پچه کمال سرحدي لېسې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۶ اورنو کې سیالې لوبډلې ته یې د ۷۰ منډو هدف ورکړ، ډب کلي لوبډلې ياد هدف پوره نه کړ او لوبه د ۳۰ منډو په توپير د کمال سرحدي لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
دغه سيالۍ، چې يو ورځ يې دوام وکړ، موخه يې د ځوانانو تر منځ ټولنيز سمون و.
په پای کې لومړي او دويم مقام ګټونکو لوبډلو ته نغدي ډالۍ او لوبغاړو ته سپورټي وسايل ورکړل شول.
