پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ښرنې ښار جبار خېلو کلي کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د خراسان او بريال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، خراسان لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو شپږو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۲ منډو هدف کېښود، بريال لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۴۲ منډو په توپير يې ماته ومنله.
دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
