پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز ښرنه ال.ج.هاد لېسه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ چې لس ورځې به دوام وکړي، په لومړۍ لوبه کې ښرنې کلب لوبډلې خپلې سيالې سرې کلا لوبډلې ته د ۲-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.