پکتيکا: يحى خېلو ولسوالۍ کې ورزشي نمايشونه ترسره شول

د پکتيکا ولايت ورزشي امريت د جمعې په ورځ د زمري په ٧ نېټه په يحى خېلو ولسوالۍ کې د بېلابېلو ورزشي رشتو جالب نمايشونه ترسره کړل.
د ياد ولايت ورزشي مسوولینو په خبره؛ د دې ورزشي نمايشونو د ترسره کېدو موخه ورزش ته ځوانانو هڅول او د دې ولسوالۍ خلکو خوشحالول دي.