پکتيکا کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۵۱
پکتيکا کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شرنه کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د ظفر بابا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايله کې ظفر بابا لوبډلې د ۱۱ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او يوسف خېلو لوبډلې بيا د ۱۰ امتيازونو سره دويم مقام خپل کړ.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل او نورو لوبډلو او غوره نيزه وهوونکو ته چمتو شوې بېلابېلې ډالۍ ورکړل سوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۶:۱۲
Background image

کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۱۴ کسيزه فوټسال ملي لوبډله بحرين ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال له ۱۷ کلنو کم عمره ۱۴ کسيزه ملي لوبډله او يو اته کسيز پلاوی، د ۲۰۲۵ نویو ځوانانو آسیايي سياليو درېيم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۶:۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۶:۰
Background image

پکتیا کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک جیتسو سبک دوستانه سیالۍ وشوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS