پکتيکا کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د همت چلينج كپ په نوم د فوټسال دويم پړاو سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د همت ۲۰۲۴ چلينج کپ په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ چې يوه اوونۍ به دوام وکړي، په لومړنۍ لوبه کې اليون سټار ب لوبډلې خپلې سيالې مددخېلو ب لوبډلې ته د ۶ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.