پکتيکا کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ملت پارک کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د مددتخېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې مددتخېل لوبډلې خپلې سيالې چکان لوبډلې ته د ۳-۲ گولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
