پکتيکا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د سکېټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ يوولسم پړاو سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ چې د سکېټ لوبې ته د ودې ورکولو او ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، په پايله کې يې محمد جاويد لومړی، سفير دويم او اکرام درېيم مقام خپل کړ.
