پکتیا؛ احمدابا ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په احمدابا ولسوالۍ د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې شاهین لوبډلې د پنځو ویکټو په توپیر خپلې سیالې اتفاق لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړی بریا یې خپله کړه.
