پکتیا؛ جانخېلو ولسوالۍ کې د لسو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جانخېلو ولسوالۍ کې له لسو ولایتونو په ګډون د ٩٠ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ د پکتیا منګل منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې له کابل، لوګر، خوست، ميدان وردګ، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، بامیان او کوربه پکتیا ولایتونو څخه ٩٠ لوبډلو گډون کړی و، چې پایلوبه کې د منګل منتخبې لوبډلې د ٢ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې کابل موسهي لوبډلې ماتې ورکړه او اتلولی یې وګټله.
دا سیالۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې په موخه پیل شوې وې، چې شاوخوا دوې میاشتې یې دوام وکړ.
