پکتیا؛ د مرکز ګردیز کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشوونې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند تېرې سیمه کې د نشه یي موادو پر ضد د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشوونې سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ د دوو کټګوریو ځوانانو او لویانو ترمنځ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې چې په پایله کې مومین خېلو ځوانانو د لویانو او شاهین لوبډلې د ځوانانو په کټګوریو کې لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
هېره دې نه وي چې په پای کې د یاد ولایت د ورزشي مسوولینو له لوري د اتلو لوبډلو لوبغاړو ته ورزشي توکي ورکړل شول.
