پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د موتای فدراسیون سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۳۸
پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د موتای فدراسیون سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د موتای فدراسیون استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د موتای سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې اته تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

دا سیالۍ د موی تای راتلونکو سیالیو ته د چمتو والي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۵۹
Background image

زابل، مرکز قلات کې د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د پاورلفټینګ او فیټنس نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې د یاد ولایت د پاورلفټنګ مسؤول استاد محمد عرفان له لوري د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په شخصي لګښت د پاورلفټینګ او فیټنیس نوی کلب جوړ او د ورزشکارانو پرمخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۵۷
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د عطأالله کلب. . .

BACK TO NEWS