پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
دا سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۷ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
