پکتیا؛ په احمدابا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۲۸
پکتیا؛ په احمدابا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی پړاو دوراني سیالۍ د رود احمدزیو لوبډلې په اتلولۍ پای ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې رود احمدزیو لوبډلې خپلې سیالې شاهین اتلانو لوبډلې ته ۶-۲ ګولونو پر توپير ماتې ورکړه‌ او اتلولي يې خپله کړه.

هېره دې نه‌ وي چې د یادو سیالیو موخه د احمد ابا ولسوالۍ په کچه د غوره ورزشکارانو موندل وو، چې نيږدې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ او اتلې لوبډلې ته ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS