پکتیا؛ په احمد ابا ولسوالۍ کې د نشه یي موادو د مخنیوي په موخه د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۱:۵۴
پکتیا؛ په احمد ابا ولسوالۍ کې د نشه یي موادو د مخنیوي په موخه د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او والیبال فدراسیون له لوري د احمد ابا ولسوالۍ د سپورټي کمېټې په همکارۍ د نشه یي موادو د مخنیوي په موخه د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې لوی خوړ لوبډلې خپلې سیالې فیروز خېلو لوبډلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

همداراز په دویمه سیالۍ کې سید کرم لوبډلې خپلې سیالې څپړۍ لوبډلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریال ترلاسه کړه.

باید یادونه وشي چې دغه سیالۍ د نشه یي موادو د مخنیوي، د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوې او څو ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۲۴
Background image

کاپیسا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کش کولو سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کش کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۱۹
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۱۶
Background image

بلخ کې د عقابان شمال غرختنې لوبډله د الکه غرونو ته وختله

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د عقابان شمال غرختنې لوبډله د الکه غرونو ته وختله.

یاده لوبډله. . .

BACK TO NEWS