پکتیا؛ په احمد خېلو ولسوالۍ کې د امن په نوم د والیبال سیالیو اتلولي ظاهرشاه لوبډلې خپله کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۱۰:۱۹
پکتیا؛ په احمد خېلو ولسوالۍ کې د امن په نوم د والیبال سیالیو اتلولي ظاهرشاه لوبډلې خپله کړه

د پکتيا ولايت په احمد خېلو ولسوالۍکې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د امن په نوم د دواليبال سياليو اتلولي ظاهرشاه لوبډلې خپله کړه.

د دغو سیالیو پایلوبه د ظاهرشاه او مسلم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ظاهرشاه لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

دغو سیالیو چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ، موخه یې ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو مصروف ساتل وو.

هېره دې نه وي چې په پای غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکې ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې جهانزېب لومړی، روح الله دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ فول کنټاکټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS