پکتیا؛ په روحاني بابا ولسوالۍ کې د درې لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د نیزه وهنې ملي فدراسیون د استاوالۍ له لوري د یاد ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د درې لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ په لاین سیګنل برخه کې ترسره شوې، چې په پایله کې حکمران لوبډلې د ۳۶ نمرو په ترلاسه کولو لومړی، مټاخان لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه کولو دویم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه نيزه وهنې ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.