پکتیا؛ په زرمت ولسوالۍ کې د شپږو کلبونو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند نېزه وهنې فدراسیون له لوري په زرمت ولسوالۍ کې د شپږو کلبونو ترمنځ د ازادۍ جام په نوم د نېزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو پایلوبه د قاري قدوس او محمدالله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې قاري قدوس لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په ۱۳ نومرو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې يادې سیالۍ د خلکو ترمنځ د ازادۍ او خپلواکۍ د فکر خورولو په موخه ترتيب شوې وې او په پای کې غوره لوبډلې او ورزشکاران په بېلا بېلو ډاليو وستايل شول.
