پکتیا؛ په زرمت ولسوالۍ کې د نېزې وهنې منتخبې لوبډلې د غوراوي سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۲:۱۵
پکتیا؛ په زرمت ولسوالۍ کې د نېزې وهنې منتخبې لوبډلې د غوراوي سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د نېزې وهنې فدراسيون له لوري په زرمت ولسوالۍ کې د ٦٠ اس ځغلوونکو ترمنځ د دې د ١٤٠٢ کال د نېزې وهنې منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ ترسره شوې.

دغو سياليو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د پکتیا مرکز او ولسواليو اس ځغلوونکو پکې برخه لرله.

د يادو سياليو په پايله کې ١٦ تنه اس ځغلونکي د پکتیا ولایت د ١٤٠٢ کال د نېزې وهنې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول، چې د روان کال د نېزې وهنې په ملي سياليو کې به برخه واخلي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS