پکتیا؛ ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پتلو لوبډلې خپلې سیالې خوازخېلو لوبډلې ته د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوې دي، چې شل ورځې به دوام وکړي.