پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د نهو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۳۸
پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د نهو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې له نهو ولایتونو د ۸۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې له کابل، لوگر، خوست، ميدان وردگ، پکتیکا، ننگرهار، لغمان، بامیان او کوربه پکتیا ولایتونو څخه لوبډلو گډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې سیدکرم ماښام لوبډلې د ۰/۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې جمعه ګل مرکزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې څلوېښت ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۱۷
Background image

د تسلیت پیغام!

د تسلیت پیغام!

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۱۸
Background image
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۱۰
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

BACK TO NEWS