پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د W.T.F تکواندو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۱:۸
پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د W.T.F تکواندو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ په نوید کلب کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د W.T.F تکواندو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو او په بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۱۰ تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او بریاوې یې خپلې کړې.

د یادو سیالیو موخه د تکواندو ورزش ته وده ورکول او د روژې مبارکې میاشتې نمانځل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۶:۴۷
Background image

سرپل ښار کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټسال لیګ پای ته ورسېده

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ښار کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټسال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

#عکسونه

#عکسونه

د آسیا اتلان د پکتیا ولسونو په منځ کې.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۲۰
Background image

#عکسونه

#عکسونه

له ١٧ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبغاړي او د اسیا اتلان د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار ته ورسېدل او د ياد ولايت د ولسونو له تود هرکلي سره مخ شول.

BACK TO NEWS