پکتیا کې د ښوونځیو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل کیږي
یادې سیالۍ د پوهنۍ ستوري تر عنوان لاندې پیلیږي چې لس لوبډلې به په کې برخه واخلي.
د یاد ټورنمنټ د پرانیستې په غونډه کې د ورزشي مسوولینو ترڅنګ د پوهنې ریاست چارواکو هم ګډون درلود یادې لوبې به د خوځښت په عالي لېسې په لوبغالي وشي.
د پکتیا د ورزش مسوولین وایي: د یادو لوبو موخه د تعلیم ترڅنک ورزش ته د زده کوونکو هڅونه ده.
