پکتیا کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست او فوټبال فدراسیون په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز ګردیز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.
د دې سیالیو لومړۍ لوبه کې، ګردېز ځوانانو لوبډلې احمدابا لوبډلې ته د یو ګول په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ چې موخه يې د فوټبال لوبې وده او د ځوانانو ترمنځ یووالی دی، د پیل لوبې نندارې ته يې د دې ولایت پر ورزشي مسئولینو سربیره ګڼ شمېر د ورزش مینوال راغلي و.