پکتیا کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۹:۴۴
پکتیا کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د گردېز ښار په دولتزېو سیمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ "حکومت او ولس يو دی" په نوم د فوټبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړنۍ لوبه کې حاجیانو لوبډلې خپلې سیالې مهلن لوبډلې ته د ۱ پر ۰ گول په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادو سیالیو موخه له نظام څخه د ولس ملاتړ ښودل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۲۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS