پکتیا کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو فول کنټاکټ سبک سيالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په مبارز اتل کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو فول کنټاکټ سبک دوستانه سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې د نويو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۲۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.
د يادو سياليو موخه په یاد ولایت کې د رزمي لوبو فول کنټاکټ سبک ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.