پکتیا کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د سامبو ټاکنیزې سیالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په ورزشي سټډیوم کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د سامبو ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
د يادو سیالیو په پایله کې ۱۴ تنه غوره پهلوانان د پکتیا ولایت د سامبو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
دا سیالۍ د پکتیا ولایت د سامبو منتخبې لوبډلې ته د غوره پهلوانانو د موندلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
