پکتیا کې ۴۵زره امريکايي ډالرو په ارزښت د بدن ښکلا ورزشي کلب پرانیستل شو
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د یو ورزشکار وحید عظیمي په مالي لګښت د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د بدن ښکلا ورزشي کلب پرانیستل شو.
دا کلب چې په عصري او معیاري ورزشي وسایلو سمبال دی په یو وخت کې د ۲۰۰ ورزشکارانو د تمرین ظرفیت لري.
دا په داسې حال کې ده، چې یوه میاشت مخکې هم په مرکز ګردېز ښار کې د دوو کلبونو په ګډ مالي لګښت د شاوخوا سل زره امریکایي ډالرو په ارزښت ورزشي کلبونه جوړ او پرانیستل شول.
