پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۲:۲۰
پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د محمدخېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د محمدخېلو او شاهین علي خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې یې محمدخېلو لوبډلې د ٢ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوه، چې ١٢ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۸
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټنګ سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پاورلفټنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز قلات ښار فیروزي ورزشي کلب کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لفټنګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۶
Background image

کندز؛ په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پهلوانۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په ینګارق کلي کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ چې موخه يې. . .

BACK TO NEWS