پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې عنایت لوبډلې د ٢ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې سپیره واز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه پیل شوي دي، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.