پکتیکا؛ اومنې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۲۰:۲۸
پکتیکا؛ اومنې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اومنې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سپینه الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د سید خېلو او سپينه الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سید خېلو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اوو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٨ منډو هدف وټاکه. سپینه الف لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو ویکټو په زیان د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۵۹
Background image

زابل، مرکز قلات کې د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د پاورلفټینګ او فیټنس نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې د یاد ولایت د پاورلفټنګ مسؤول استاد محمد عرفان له لوري د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په شخصي لګښت د پاورلفټینګ او فیټنیس نوی کلب جوړ او د ورزشکارانو پرمخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۵۷
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د عطأالله کلب. . .

BACK TO NEWS