پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د برمل لیک فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او برمل ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د شپږو لوبډلو ترمنځ د برمل لیک فوټبال سیالۍ، چې ۱۶ ورځې یې دوام وکړ، د پاچا خان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د فوټبال د دې سیایلو پایلولې ته پاچاخان او سرحدي لېسې لوبډلې ووتلې، چې پاچا خان لوبډلې د ۲-۱ ګولونو په توپیر د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.
د سیالیو په پای مراسمو کې د پکتیکا ولایت ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو او ننداره چیانو ګډون درلود.
د یادونې ده، چې غوره لوبغاړو او لوبډلو ته چمتو شوې ډالې هم ورکړل شوې.
