پکتیکا؛ جاني خیل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عبدالرؤوف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې عبدالرؤوف لوبډلې د ٢ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې مرکزي لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
