پکتیکا؛ د خیر کوټ ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتلولي بکخېلو لوبډلې خپله کړه
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت، والیبال فدراسیون او خیرکوټ ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د خیرکوټ ولسوالۍ اړوند پاینده خېلو سیمه کې د سمسور افغانستان په نوم د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي بکخېلو لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو پایلوبې ته میست او بکخېلو ولسوالۍ لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې بکخېلو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي, چې په پای کې غوره لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
