پکتیکا؛ د دودیزو لوبو د بیا ژوندي کولو په موخه تېږې غورځونې او کبډي سیالۍ وشوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د تیږدې اچونې او کبډي دودیزو لوبو د بیا راژوندي کېدو په موخه له د لسو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د تیږې اچونې او کبډي لوبو پنځو – پنځو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې د تیږې اچونې لوبې لومړی مقام میرولي لوبډلې او د کبډي لوبې لومړی مقام محمد رحیم لوبډلې ترلاسه کړ.
د یادونې ده، چې د سیالیو په پای کې ورزشکارانو ته بېلابېلې جایزې ورکړل شوې.