پکتیکا؛ د یوسف خېلو ولسوالۍ په دمیست خېلو کلي کې د ټېپ بال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د ورزش امریت په مرسته د ټېپ بال کرکټ فدراسیون او د یوسف خېلو ولسوالي دمیست خېلو کلي ځوانانو له لوري د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د غیبي خېلو او دمیست خېلو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې دمیست خېلو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۸ اورونو کې یې ۱۲۵ منډې وکړې په مقابل کې د غیبي خېلو لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او لوبه یې د ۲۵ منډو په توپیر بایلوده.
یادې سیالۍ چې څلور ورځې به دوام وکړي موخه یې د کرکټ ټېپ بال سیالیو وده ده.
همداراز د دې ولایت په تازیوالو کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال سیالۍ د تتیوالو لوبډلې په ګته پای ته ورسېدې.
د دغوسیالیو پایلوبه د حاجي باور او تتیوالو لوبدلو لار وموندله، د تتیوالو لوبډلې په څلور اورونو کې ۶۰منډې وکړې چې حاجي باور لوبډلې ورړکړل شوی هدف پوره نه کړ او لوبه یې د لس منډو په توپير بایلوده.